Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

الله پاک د نيکانو بنده ګانو) سره خوا خوږي کوي * فرښتې د هغوئي تعريف کوي * د هغوئي په باره کښې ښه عقيده لري * د الله پاک په حُضُور کښې د هغوئي د نيکو کارونو ګواهي ورکوي * د هغوئي په دُعاګانو باندې آمين وائي * د اوليائے کرامو سره محبت کوي * د هغوئي په محفلونو کښې کښيني * په سفر او ځانله د هغوئي سره وي * او کله چې د الله پاک څوک نيک بنده د دُنيا نه رخصت شي نو فرښتې غمژنې وي * د هغوئي په جنازه کښې هم شرکت کوي * او د هغوئي د مزارونو د زيارت د پاره هم تشريف راوړي۔ ([1])  

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! چې فرښتې د اوليائے کرامو سره محبت کوي بلکه يواځې فرښتې نه، د دې فرښتو آقا، زمونږه خوږ نبي، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم د اوليائے کرامو سره محبت کوي بلکه د هغوئي رَبِّ کريم، الله رَبُّ العالمين هم د اوليائے کرامو سره محبت کوي نو اووائيئ! چې مونږه د خپل آقا غُلامان، د الله پاک عاجِزه بنده ګان به د اوليائے کرامو سره محبت ولې نه کوؤ۔ آؤ! مونږه خامخا د اوليائے کرامو سره محبت کولو، اوس ئې هم کوؤ او اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! تر مرګه پورې بلکه قبر ته به هم د پاک ديني، ايماني محبت سره کوزيږو او په حشر کښې به هم د دې محبت سره راپاڅو۔ اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم!

خُدا تجھ سے تیری وِلا مانگتا ہوں                           میں عشقِ شہِ انبیا مانگتا ہوں

صَحابہ کی اور اولیا کی مَحَبّت                                    کی   خیرات   تجھ   سے   خُدا   مانگتا   ہوں([2])


 

 



[1]... حُسْنُ التَّنْبِہ لِما وَرَدَ فی التَّشبِیہ، جلد:1، صفحہ:231 و334 و 344 و359 و376۔

[2]... وسائلِ فِردُوس، صفحہ:1 ملتقطًا۔