Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

الاولياء لاهور ته تشريف راوړو او په انټرميډيټ کښې ئې داخله واخستله، دغه وخت په جامِع مسجد وزير خان کښې يوه جلسه منعقِد شوه، په کومه کښې چې د اعلٰـى حضرت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ځوي حُجَّةُ الاِسلام مولانا حامد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم تشريف فرما وو، د ديدن  شوق لرونكي ترې را چاپيره شوي وو،، په دې ګڼه کښې حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم د حُجَّةُ الاِسلام مولانا حامد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  نوراني مخ اوليدلو او د لاسونو ښکلولو سعادت ئې حاصل کړو. دې يو ملاقات پرې دومره اثر اوکړو چې د زړه دنيا ئې بدله شوه، هم دغه شان د جلسے په ختميدو باندې  ئې د حُجَّةُ الاِسلام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پاتې کيدو ځائے ته ئې ځان اورسولو او عرض ئې اوکړو: زما اوس د ايف اے (F.A) کولو سره هيڅ شوق نشته زه ستاسو سره تلل غواړم د پاره د دې چې هغه عِلم حاصل کړم د کوم چې تاسو نمائنده ئې. ولـئ کامِل حُجَّةُ الاِسلام مولانا حامد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه عرض کوونکي په تندي باندې چې د سعادت ځليدونکي آثار اوليدل نو پوهه شو چې دا ځلمے به د اهلِسُنَّت عظيم رهبر وي. ځکه ئې شفقت اوفرمائيلو او خواست ئې قبول کړو او حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ئې د ځان سره بريلي شريف ته بوتللو.[1]

      سُبْحٰنَ اللّٰہ! څومره ښکلے شان دے د ولـئ کامِل...!! يو د ايف اے طالبِ علم د اعلٰـى حضرت شهزاده ته يو نظر اوکتل، بس دغه ليدلو ئې د زړه دُنيا بدله کړله او د ايف اے طالب علم د علمِ دين د لارې مسافر جوړ شو او د اسلامي دنيا عظيم مُحَدِّث جوړ شو.

طیبہ   سے   منگائی   جاتی   ہے،                سینوں  میں  چھپائی   جاتی  ہے

تَوحید  کی  مَے  پیالے  سے  نہیں،                  نظروں  سے  پِلائی  جاتی  ہے


 

 



[1]... حیاتِ مُحَدِّثِ اَعْظَم، صفحہ:33  خلاصۃً ۔