Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

ځانله اوسيدلو * د هغوئي د کلي نه به آمونه په لاس ګاډو کښې منډهو ته وړے کيدل، په لاره کښې به ترې آمونه غورزيدل، کوم چې به طالب علمانو راخستل او خوړل به ئې، خو هغوئي به دا غورزيدلي آمونه نه خوړل * سکول ته چې به تللو نو په لار کښې به ئې يو خوړګئ راتله کومه چې به په بارانونو کښې رااوتله. کم عمره طالب علمانو چې به د دې خوړ نه د اووختلو د پاره پينسې رااوچتولې نو زنګونان به ئې ښکاريدل خو د حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه احتياط او د حيا کمال مرحبا! هغوئي به د خوړګئ نه د اووختلو د پاره پينسې نه رااوچتولې بلکه خپل مشر ورور ته به ئې عرض کولو: ما په اوګه کړئ او د خوړګئ نه مې واړوئ، داسې به هغوئي د زنګونانو ښکاره کيدو نه بچ کيدل.[1]

   سُبْحٰنَ اللّٰہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! څومره عظيم الشان او ځانګړے وړوكوالے دے. حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لا اوس ماشوم دے * اوس لا په هغوئي لمُونځ هم فرض شوے نه دے * د شريعت احکام لا هم په هغوئي نه وو فرض شوي * په هغه عمر کښې به هم هغوئي د خپل پلار صاحب سره جُمات ته تللو او لمُونځ به ئې ادا کولو * په ذِکرُ الله او نعتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ئې ژبه لمْده وه * د نورو په څيزونو به ئې د ناحقه قبضه کولو نه ځان ساتلو او سُبْحٰنَ اللّٰہ! حيا دار دومره وو چې په ماشومتوب کښې به ئې د زنګونانو د ښکاره کيدو نه ځان ساتلو.

      يو دا د الله پاک نيک بندګان وو او يو مونږه يو. آه! * نن سبا خو ځلمي بلکه بوډاګان هم د شرعي احکامو نه خبر نه وي * 40، 50 کاله ژوند تير کړي، اوسه پورې ئې لا عِلمِ


 

 



[1]...حیاتِ مُحَدِّثِ اَعْظَم پاکستان ،صفحہ:30۔