Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

فرمائيل چې بس کړئ! لاړ شئ! آرام اوکړئ...!! خو هغه شپه عجبيه معامله وه، حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سترګې پټې کړې وې او دا حضرات په خدمت کښې مصروف وو، په دې انداز کښې ډير وخت تير شو. په مينځ کښې په دمه دمه هغوئي درے ځله سُبْحٰنَ اللّٰہ! اووئيل، هر ځل د سُبْحٰنَ اللّٰہ! وئيلو نه پس به بيرته د مخکښې په شان خاموشه کښيناستلو. آخِر ډير وخت پس هغوئي سترګې اوغړولې او د قاري صاحب مشر ترۀ او د هغه ملګري ته ئې اووئيل: تاسو تر اوسه پورې دلته ئې، تَلي نه ئې؟ لاړ شئ آرام اوکړئ!

دا دواړه حضرات خو هغه وخت بيرته راغلل، البته په زړه کښې ئې دا خبره وه چې آخِر دا څه معامله ده؟ هم دغسې چې هغوئي په بله ورځ د حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې حاضر شول نو عرض ئې اوکړو: عالي جاه! د شپې څه معامله وه؟ تاسو په دمه دمه درے ځله سُبْحٰنَ اللّٰہ! ولې وئيلي وو؟ اول خو حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هيڅ اونه وئيل، خو چې هغوئي بار بار عرض اوکړو نو اوئې فرمائيل: د شپې ما د خپل محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خِدمت کښې عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! کرم به وي! که د ديدار خيرات نصيب شي. د ډير وخت عرض ګزارئ نه پس کرم اوشو، د دواړو جهانونو آقا، مکي مدني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل ديدار راکړو، د نُور نه ډک مخ، نُوراني سترګې، هغه بے مثاله حُسن چې مې اوليدلو نو ما اووئيل: سُبْحٰنَ اللّٰہ!

دیکھنے والے کہا کرتے ہیں: اللہ! اللہ!      یاد آتا ہے خُدا دیکھ کے صُورت تیری