Muhaddis e Azam

Book Name:Muhaddis e Azam

حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور اوفرمائيل: چې يو ځل راته ديدار نصيب شو نو د ديدار شوق مې نور هم زيات شو:

شربتِ دید نے اور آگ لگادی دِل میں       تپشِ دِل کو بڑھایا ہے، بجھانے نہ دیا

ما بيا خواست اوکړو، تر ډير وخته پورې مې عرض کولو، آخر بيا کرم اوشو، د دواړو جهانونو آقا، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا کرم اوفرمائيلو، بيا ئې ديدار راعطا کړو، په دې ځل هم زما د خُلے نه اووتل: سُبْحٰنَ اللّٰہ!

اَللّٰہُ اَکْبَر! دا هغه جلوه نه ده کومه چې يو دوه ځله اووينې او زړه موړ شي...!!

عمر بھر دیکھوں مگر سَیْری نہ ہو  بات کچھ ایسی تیری صُورت میں ہے

حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې په دويم ځل ديدار اوشو نو د ديدار شوق مې نور هم زيات شو، ما په دريم ځل بيا خواست اوکړو، زما په بيا بيا عرض کولو يو ځل بيا کرم اوشو، زما مدني آقا، خوږ مصطفٰـى، احمد مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو ځل بيا خپل ديدار راعطا کړو. په دې ځل هم د خُلے نه بے اختياره اووتل: سُبْحٰنَ اللّٰہ!

سُبْحٰنَ اللّٰہ! مَا اَجْمَلَـکَ، مَا اَحْسَنَکَ مَا اَکْمَلَـکَ

کتھے مہر علی، کتھے تیری ثنا، مشتاق اکھیاں، کتھے جا اڑیاں

د الله پاک دې په حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې ډير ډير رحمتونه نازل کړي، کاش! د هغوئي په وسيله دې مونږ ته هم د مدني آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار رانصيب شي.

جلوۂ  یار  اِدھر  بھی  کوئی  پَھیرا  تَیرا حسرتیں  آٹھ  پَہر  تکتی  ہیں  رَستہ تیرا