Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عقيدت او محبت ورته هم عطا شو. شيخ ابُو الفَرَج رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل زما د حُضور غوثِ پاک شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مدرسې په خوا د تيريدو سعادت نصيب شو، دا د مازديګر د لمُونځ وخت وو او هلته په جُمات کښې تکبير وئيلے کيدلو، ما موقع غنيمت اوګڼله چې يو خو به د مازديګر لمُونځ د جَمعې سره اوکړم او ورسره به د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زيارت هم نصيب شي، زه زر جُمات ته لاړم، زما خيال وو چې زما اودس شته، زه زر په جَمعه کښې شامل شوم، په حُضور غوثِ پاک شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پسې مې لمُونځ اوکړو، کله چې د لمُونځ نه فارغ شوم نو د زړونو د حال نه خبر، د بے لارې شوو رَهبر حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زما په لور متوجه شو او اوئې فرمائيل: اَیْ بُنَیَّ! اے ځويه! اَلْغَفْلَۃُ شَامِلَةٌ لَّکَ غفلت ته راګير کړے ئې، قَدْ صَلَّیْتَ عَلیٰ غَیْرِ وُضُو ءٍ تا بغير د اودسه کولو نه لمُونځ اوکړو.[1]

قطبِ اَبْدال بھی ہے محورِ ارشاد بھی ہے                 مرکز دائرۂ سِرّ بھی ہے عبدالقادر

اس کے فرمان ہی سب شارح حکم شارع                   مظہرِ ناہی و آمر بھی ہے عبد القادر

وضاحت: زمونږه حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عبد القادر دے يعنې قدرتونو والا رَبِّ کريم بنده دے، هغوئي د قطب او ابدال په مرتبه فائض دي او د نيغې لارې او د اَسرَار د کرښې مرکز هم دے، د هغوئي ارشادات د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فرامينو تشريح ده او د هغوئي کلام د الله پاک د حکم مطابق وي.


 

 



[1]... القلائد الجواہر، صفحہ:30 خلاصۃً.