Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat
کوي، د هغوئي د ډيرو کلونو نه معمول دے چې د اسلامي مياشت په هره يولسمه شپه د يولسم شريف د نياز اهتمام فرمائي او د دې ترغيب هم ورکوي. د هغوئي خواهش دے چې هر عاشق رسول په پابندئ سره د هرې مياشتې د يولسم شريف اهتمام اوکړي. کاش! چې زمونږ د عاشقان غوث پاک د دې توفيق نصيب شي او هره مياشت په پابندئ سره د يولسم شريف د نياز ورکولو اهتمام اوکړو.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .
اے جمیلِ قادری ہشیار باش عمر بھر چھوٹے نہ یہ تجھ سے نیاز[1]
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مختصر تعارُف
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! شهنشاهِ بغداد، حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ډيره مشهوره هستي ده * د هغوئي نوم مبارک: عبد القادِر او کُنيت: ابو محمد دے * مُحْیُ الدِّین (يعني دين ژوندے کوونکے) او غَوْثُ الثَّقَلین (يعني د پيريانو او د انسانانو غوث، مدد کوونکے) د هغوئي مشهور اَلقابات دي. حضورِ غوثِ اعظم شيخ عبدُ القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په 470 هجرئ کښې په جيلان کښې دُنيا ته تشريف راوړلو * 91 کاله په دې دُنيا کښې تشريف فرما وو * په 561 هجرئ کښې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دنيا نه پرده اوفرمائيله.