Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

بدو عادتونو ته پخپله اوګورو، بيا د هغه بدو او د خرابو عادتونو ختمولو سره د دې په ځائے د ښه عادتونو خپلولو پوره کوشش اوکړو، چې د معاشرے هر کَس دا کوشش شروع کړي نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! صحيح کيدل به شروع شي، د دې په برکت به ټوله معاشره د ټيک کيدو سره يوه مثالي معاشره جوړه شي.

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ځکه مونږ له پکار دي چې هم د نن نه مونږه مجاهده شروع کړو. دا به څنګه کيږي؟ راځئ! د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو اثرناک بيان اورو:

که نجات غواړئ نو

په 11 رجب کال 545 هجرئ، د ګل ورځ او سحر وو، حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بيان کښې اوفرمائيل: اے انسانه! که کاميابي غواړې نو د خپل نفس مخالَفَت او د خپل رَبّ اطاعت اوکړه! خپل نفس د مجاهدې په ذريعه وِيلې کړه! که داسې اوکړئ نو ستاسو زړه ته به اطمينان او سکون ميلاؤ شي. اے انسانه! خپل اميدونه کم کړه، ستا نفس به ستا فرمانبرداره شي. خپل نفس د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا نصحيت واوروئ چې [1] هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: چې کله ته سبا کړې نو خپل ځان له د ماښام طمع مه ورکوه! چې کله ماښام کړې نو د سحر طمع مه ورکوه! بے شکه تا ته پته نشته چې سحر به ستا څه نوم وي (يعنې تا به په جناب سره رابللے شي که په مرحوم سره


 

 



[1]... الفتح الربانی، المجلس الثالث و الاربعون فی النفس الامارہ، صفحہ:139 -140 ملتقطًا.