Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

تاسو زما د پاره د شيشې په شان ئې

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږه پير حضور شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يواځې کامِل مؤمن نه دے بلکه د کامِلانو هم اِمام دے، د پيرانو پير دے. هغوئي ته هم رَبِّ کريم د فراست نُور عطا کړے وو، د هغوئي خو څومره ښکلے شان دے، هغوئي پخپله فرمائي: اے خلقو! که زه شريعت نه وے منع کړے نو ما به تاسو ته وئيلے وے څه چې تاسو په کورونو کښې خورئ او څه چې پريږدئ او راځئ، اَنْتُمْ بَیْنَ یَدِیْ کَا لْقَوَارِیْرِ یُریٰ مَا فِی بَوَاطِنِکُمْ وَ ظَوَاہِرِکُمْ تاسو زما مخې ته د شيشې د بوتل په شان ئې، ستاسو ظاهر باطِن ټول هر څه په نظر راځي.[1]

بندہ قَادِر کا بھی، قادربھی ہے عَبْدُالقَادِر                                               سِرِّ باطن بھی ہے ظاہر بھی ہے عَبْدُالقَادِر

مفتئ شرع بھی ہے، قاضِئ ملّت بھی ہے                                    عِلْمِ اَسْرار سے ماہِر بھی ہے عَبْدُالقَادِر

ذی تَصَرُّف بھی ہے مَاذُوْن بھی مختار بھی ہے                      کارِ عالَم کا مُدَبِّر بھی ہے عَبْدُالقَادِر[2]

وضاحت: زمونږه غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عبد القادر دے يعنې د قدرتونو والا رَبِّ کريم بنده دے، الله پاک هغوئي ته قدرت عطا کړے دے، هغوئي د ظاهر او باطِن رازدار دے، د شريعت مفتي هم دے، د مِلَّت قاضي هم دے، د باطني علومو ماهر هم دے، الله پاک هغوئي ته اختيارات هم عطا کړي دي، هغوئي ته د زمانے د تدبير اجازت هم عطا کړے شوے دے.

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد


 

 



[1]... بهجةُ الْاَسْرَار ، ذکر کلمات اخبر بہا عن نفسہ...الخ، صفحہ:55.

[2]... حدائقِ بخشش، صفحہ:69 ملتقطًا.