Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

رښتيا وئيلو باندې دے. ما د وړوكوالي نه تر اوسه پورې چرې هم دروغ نه دي وئيلي.[1]

د معاشرے د اصلاح د پاره دا هم ډير اهم بنياد دے. که په معاشره کښې په دروغو باندې مکمل پابندي اولګولے شي او د رښتياؤ رواج جوړ کړے شي نو زمونږه معاشره به د ډيرو زياتو بدو نه پاکه شي. ډيره مشهوره واقعه ده: يو ځل په بارګاهِ رسالت کښې عرض اوکړے شو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زه شراب هم څښم، غلا هم کووم او دروغ هم وايم، په دې دريو واړو کښې صرف يوه ګناه پريښودے شم، اووائې! کومه يوه پريږدم؟ اوئې فرمائيل: دروغ وئيل پريږده.

بس چې هغه دروغ پريښودل نو د دې په برکت د دواړو ګناهونو نه ورته هم خلاصے نصيب شو.[2]

سندر غاړي توبه کړه او نيک انسان جوړ شو

يو ځل حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قربانئ په موضوع باندې بيان فرمائيلو، په بيان کښې هغوئي ناڅاپه خاموشه شو او اوئې فرمائيل: تر څو پورې چې 100 اشرفئ ورنکړے شي، زه به بيان مخکښې نه بوځم. د هغوئي د دې فرمان اوريدلو سره فوراً 40 کسان اودريدل او هغه ټولو سل سل اشرفئ وړاندې کړې، غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په هغوئي کښې د يو اشرفئ قبولې کړې او خپل خادم ابو رضا له ئې ورکړې او اوئې فرمائيل:


 

 



[1]... بهجة ُ الاسرار، ذکر طریقہ رضی اللہ عنہ، صفحہ:167 خلاصۃً.

[2]... تفسیرِ کبیر، پارہ11:، التوبہ، زیرِ آیت:119، جلد:6، صفحہ:167 خلاصۃً.