Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

نجات ميلاويږي * د مال او دولت محبت د زړه نه ووځي * د دهوکے * ټګئ * دروغو * غلا غُلطئ وغيره څومره ډيرو ګناهونو نه بنده ته نجات حاصل شي. تاسو پخپله غور اوکړئ! چې په معاشره کښې کله دا دومره ډير عيبونه پاتې نه شي نو معاشره به څومره پاکه او ښکلې شي. ځکه مونږ له پکار دي چې تَوَکُّل اختيار کړو.

د تَوَکُّل زياتولو روحاني وظيفه

فَقِيهُ العصر (يعني د خپل وخت لوئے عالم دين) مفتي محمد امين صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د حَسْبُنَا اللہُ و َ نِعْمَ الْوَکِیْل وظيفے کولو سره تَوَکُّل پخيږي او د چا چې تَوَکُّل پوخ شي، هغه ته د هيڅ څيز کمے نه پاتې کيږي، ځکه چې الله پاک فرمائي: [1]

وَ مَنۡ یَّتَوَکَّلۡ عَلَی اللّٰہِ فَہُوَ حَسۡبُہٗ

        مفهوم ترجمه کنز العرفان: او څوک چې په الله باندې باور اوکړي نو هغه، د هغه د پاره کافي دے.

 (پارہ:28، الطلاق:3)

(3) صِدق یعنې رښتيا وئيل

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د سلسله عاليه قادريه دريم اهم بنيادي اصول صِدق يعنې رښتيا وئيل دي. يو ځل چا د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه پوښتنه اوکړه: ستاسو د طريقے بنياد په څه باندې دے؟ اوئې فرمائيل: عَلَی الصِّدْقِ يعنې زمونږ د طريقے بنياد په


 

 



[1]... دو خزانے، صفحہ:3 خلاصۃً.