Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat
کیوں نَزْع وقَبْر وحشرکا ڈر اَب مُریدوں کو ہو تو ’’لا تَخَف‘‘ سنا گیا بغداد والے مرشد[1]
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
فُتُوحُ الغيب کوم چې د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کتاب دے. په دې کښې هغوئي فرمائي: يوه ورځ زه اوده ووم، ما په خوب کښې اوليدل چې په يو جمات کښې يم، هلته ډير خلق راجمع دي، ما په زړه کښې سوچ اوکړو: کاش! چې دلته فلانکے نيک بنده وے، هغوئي به دې خلقو ته دين او ادب ښودلے...!! د دومره سوچ کولو نه پس ما يو نيک کَس ته اشاره اوکړه، زما د اشارې سره هغه ټول خلق زما خوا ته راجمع شول، په هغوئي کښې يو اووئيل: حضور! تاسو خبرې ولې نه کوئ؟ (يعنې تاسو مونږ ته څه اوښائې!).
حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغوئي درخواست قبول کړو او هغوئي ته ئې د نيکئ په دعوت ورکولو لاس پورې کړو، هغوئي په خوب خوب کښې يو اثرناکه بيان اوفرمائيلو، [2] د کوم په برکت چې هغه ټولو خلقو توبه کړه او د سعادت مقام ته