Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat
نو که درس اوريدونکي هغه اسلامي ورور په دې باندې عمل اوکړي يا ئې اونکړي ستاسو په اعمال نامه کښې به اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د شلو کالو د عبادت ثواب اوليکلے شي او که ستاسو نه د اوريدو سره هغه اسلامي ورور په دې باندې عمل شروع کړو نو هغه چې تر څو پورې عمل کوي نو تاسو ته به هم د هغه عمل کوونکي همره ثواب ميلاويږي او که هغه ستاسو د درس نه زده شوے سنت بل چا ته اورسولو نو د هغې ثواب به هغه رسوونکي ته هم ميلاويږي او تاسو ته هم. دغه شان به اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! ستاسو ثواب زياتيږي. د نيکئ د دعوت په آخرت کښې ميلاويدونکے ثواب که بنده په دنيا کښې اوويني نو يو ساعت به هم بيکاره نه پريږدي، هر وخت به د نيکئ دعوت ورکوي.[1]
میں نیکی کی دعوت کی دھومیں مچاؤں تو کر ایسا جذبہ عطا یا الہٰی!
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه صاحب د سلسلے دے يعنې هغوئي د سلسله عاليه قادريه بنياد کيښودو او د دې اصول ئې مقرر کړل. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا هم باريک بيني او دور انديشي ده چې هغوئي په خپل دور کښې د معاشرے د اصلاح په خاطر کوم اصول مقرر کړي وو، نن هم هغه اصول