Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

راوړي، ټول د هغوئي د هرکلي د پاره حاضر دي. لږ وخت پس حضرت علِـىُّ المُرتضیٰ، شير خدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تشريف راوړلو، د هغوئي سره څوک وو، هغوئي د هغه لاس ډير په محبت نيولے وو، په پوښتنه کولو اووئيلے شول: د حضرت علِـىُّ المُرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره چې کوم شخصيت دے، دا څوک بل څوک نه دے بلکه خَیْرُ التَّابِعین (يعنې په تابعينو کښې اوچتې مرتبے والا، عظيم عاشق رسول) حضرت اُويس قرني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے.

حضرت مرزا مظهر جانِ جاناں رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په هغه ځائے کښې يوه ښکلې نوراني کمره وه، حضرت علِـىُّ المُرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ او حضرت اُويس قرني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغه کمرې ته تشريف يوړلو. زما په پوښتنه اووئيلے شول: نن د حضور غوث الثقلين (شيخ عبدالقادر جيلاني) رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرس مبارک يعنې لوئے يولسم شريف دے، په دې محفل کښې د شرکت کولو د پاره حضرت علِـىُّ المُرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ او حضرت اُويس قرني
رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تشريف راوړے دے. [1]

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

آيا اَوْلیاءُ اللہ د وصال نه پس چرته راتللے هم شي؟

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! نن اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! لوئے يولسم شريف (یعنې د ربیع الثانی 11 شپه) ده. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! په دې شپه باندې په ټوله دُنيا کښې د حُضور غوثِ پاک
 رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ذکر محفلونه قائميږي، د غوثِ پاک عاشقان ښه په درناوي يولسم شريف


 

 



[1]... کلماتِ طیبات، صفحہ:77.