Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

فائده مند دي، که مونږه د سلسله عاليه قادريه دا بنيادي اصول اختيار کړو نو زمونږه معاشره يوه مثالي معاشره جوړيدے شي. د سلسله عاليه قادريه دا بنيادي اصول څه دي؟ راځئ! په دې کښې يو څو اورو:

(1) مُجاهَدہ

د سلسله عاليه قادريه وړومبے اصول مجاهَده ده. د دې مطلب دے: د خپل ځان ټيک کولو د پاره باقاعده کوشش کول. الله پاک په قرآن کښې فرمائي:

وَ الَّذِیۡنَ جَاہَدُوۡا فِیۡنَا لَنَہۡدِیَنَّہُمۡ سُبُلَنَا   مفهوم ترجمه کنز العرفان: او چا چې زمونږ په لار کښې کوشش اوکړوضرور به هغوئي ته خپلې لارې اوښايو.

(پارہ:21، العنکبوت:69)

معلومه شوه څوک چې په صحيح لار باندې د راتللو د پاره، د الله پاک د قرب موندلو د پاره، د ګناه پريښودو، د بدو عادتونو نه د بچ کيدو د پاره په رښتيا کوشش اوکړي، الله پاک هغه ته د صحيح لارې هدايت نصيب کوي.

ځکه حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپلې سلسله عاليه قادريه بنياد په مجاهده باندې کيښودے دے، لکه چې د خپلو تعليماتو په ذريعه مونږ ته را ښائي چې خلقو! صرف په خبرو کولو باندې هيڅ نه کيږي بلکه په مونږ کښې په هر يو باندې لازم دي چې مونږ په انصاف سره په خپل ګريوان کښې اوګورو، خپلو بدو، خپلو ګناهونو، خپلو