Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

په انفرادي طور باندې پوهه کوئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه واقعه واوريدله، د شيخ اَبُو الفَرَج رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه هير شوي وو، هغوئي په بے خيالئ کښې بے اودسه لمُونځ اوکړو، په دې باندې زمونږه پير، شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فوراً د هغوئي اصلاح اوفرمائيله او اوئې وئيل چې ستا اودس نه وو، ځکه اودس اوکړه او بيا لمُونځ اوکړه...!!

د دې نه د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د نيکئ د دعوت جذبه هم معلوميږي * هغوئي به اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! بيانونه هم فرمائيل * په لويو لويو اجتماعاتو کښې به ئې د اثرنه ډك بيانونو کولو سره د خلقو ژوند هم بدلولو * په مدرسه کښې به ئې سبق هم ښودلو * او د دې سره سره به هغوئي په انفرادي طور باندې د خلقو د پوهه کولو سره د هغوئي د اصلاح ذريعه هم جوړيدله.

کاش! مونږ ته هم دا جذبه نصيب شي! عام طور د اجتماعي نيکئ سلسله روانه وي، مبلغين بيانونه کوي، درسونه ورکوي، د سوشل ميډيا او ټي وي چينلو په ذريعه هم خلق نورو خلقو ته د نيکئ درس رسوي خو په انفرادي طور باندې که څوک په غلطئ کولو باندې اوويني نو د هغه د پوهه کولو، د نيکئ دعوت ورکولو، د هغه د اصلاح کولو په ذريعې جوړيدو کښې ډير کمے په نظر راځي. په انفرادي طور باندې د پوهه کولو عموماً هِمَّت نه کيږي، د درس او بيان په نسبت په دې کښې ويره ډيره وي خو د اجتماعي نيکئ د دعوت په نسبت په انفرادي طور باندې د پوهه کولو ضرورت هم ډير دے،