Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

والا هم سعادت مند دي چې * د نيکئ د دعوت ورکولو ثواب به نصيب کيږي  * د الله په لار کښې به د وتلو سعادت نصيب کيږي * د حديثِ پاک خلاصه ده: په کوم قدم باندې چې د الله په لار کښې دوړه پريوځي، هغې ته به د دوزخ اور نه ورنزدې کيږي[1] * کوم کَس چې د الله پاک د رضا د پاره د خپلو مسلمانانو وروڼو خوا له د ښار اړخونو ته لاړ شي، په حديثِ پاک کښې د هغه د پاره د جنت زيرے راغلے دے.[2]

د ديني ماحول په برکت ما د ګناهونو عادتونه پريښودل

د پتوکي (ضلع قصور، پنجاب، پاکستان) د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده: زه د بد صحبت ښکار ووم او د دې په وجه په ګناهونو کښې اخته ووم. زما بخت څه داسې رابيدار شو چې يوه ورځ يو اسلامي ورور (کوم چې د لرې نه زمونږ کلي ته يوه ورځ د الله په لار کښې راغلے وو)، هغه ما ته جمات ته د راتللو دعوت راکړو، زما خوش قسمتي وه چې ما د هغه د نيکئ دعوت قبول کړو او جمات ته د يوے ورځې د نفل عبادت د پاره حاضر شوم، د دې په برکت زما د زړه سکون نصيب شو. د تللو په وخت هغه اسلامي ورور ما ته په هفته واره اجتماع کښې د شرکت کولو دعوت هم راکړو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زما په هفته واره اجتماع کښې د شرکت کولو سعادت هم نصيب شو، د دعوتِ اسلامي د عاشقانِ رسول ښه ښه اخلاق چې مې اوليدل نو زه هم د دعوتِ اسلامي شوم، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دې ښکلي ديني ماحول په برکت سره ما د ګناهونو عادتونه پريښودل او د دې سره سره زما ټوله


 

 



[1]... مسند امام احمد، جلد:6، صفحہ:507، حدیث:16356خلاصۃً.

[2]... معجم اوسط، جلد:1، صفحہ:472، حدیث:1743.