Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

زمونږه پيرانِ پير، پير دستګير حُضور غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني
 رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير د اوچتې مرتبې ولئ کامل دے، د هغوئي تعليمات څه دي؟ هغوئي د دين خدمت په کوم انداز کښې اوکړو؟ هغوئي به څنګه د خلقو د ظاهر او باطن اصلاح فرمائيله؟ نن به په دې باره کښې د څه خبرو او د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د واقعاتو وغيره اوريدلو سعادت حاصلوو، د دې نه مخکښې راځئ! د 11 شريف په باره کښې يوه ايمان تازه کوونکې واقعه اورو:

د يولسمې په محفل کښې د شيرِ خدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تشريف راوړل

د برصغير (پاک و هند) ډير مشهور، او معتبر شخصيت، د خپل وخت کامل ولي، باعمله عالم حضرت شاه ولِـىُّ الله محدث دهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: حضرت مرزا مظهر جانِ جاناں رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه (څوک چې ډير کامل ولي دے، هغوئي) فرمائي: يوه ورځ زه اوده ووم، ما خوب اوليدو، يوه صحرا ده، په هغې کښې يوه غټه شان چبوتره ده او ډير زيات اوليائے کرام په هغه چبوتره باندې د مراقبے په حالت کښې (يعنې د سترګو پټولو سره، د الله پاک په ياد کښې مشغول) ناست دي، په دې حلقه کښې حضرت خواجه نقشبند او حضرت خواجه جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم تشريف فرما دي. د حضرت خواجه جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم عجيبه کيفيت وو، هغوئي د هر څيز نه ناخبره د رَبِّ کريم په ياد کښې ورک وو. ما د چا نه پوښتنه اوکړه: دا ټول اوليائے کرام دلته ولې راجمع دي؟ اووئيلے شول: د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علِـىُّ المُرتضیٰ، شير خدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تشريف