Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

د مؤمِن د فراست کمال

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! څومره ښکلے شان دے زما د پير، د پيرانو پير، پير دستګير حُضور غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ...!! د شيخ اَبُو الفَرَج رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه پخپله هم هير وو، هغه ته پخپله هم معلوم نه وو چې زما اودس شته او که نه خو قربان شم! حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپل عِلمِ باطن او نُورِ بصيرت سره پوهه شو چې هغوئي بغير د اوداسه نه لمُونځ کړے دے. دا د اوليائے کرامو اوچت شانونه دي، الله پاک د خپلو نبيانو په وسيله باندې دوئي ته هم د پټو خبرو عِلم عطا کوي. په حديثِ پاک کښې دي: اِتَّقُوْا فِرَاسَۃَ الْمُؤْمِنِ فَاِنَّہٗ یَنْظُرُ بِنُوْرِ اللہ د مؤمن د فراست نه بچ اوسئ ځکه چې هغه د الله پاک په نُور سره ګوري.[1]

فراست يو نُور دے کوم چې الله پاک د بنده په زړه کښې ګږدي.[2] علّامه مُناوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حديثِ پاک شرحِ کولو سره ليکي: هغه نُور کوم چې الله پاک د کامِل مؤمن په زړه کښې ګږدي، د دې سره د بنده زړه د روښانه کيدو سره د شيشې په شان شي (په کومه کښې چې هر څيز ښکاره په نظر راځي)، ځکه د دې نُور په برکت سره بنده د پټو خبرو نه خبر او رازونو ليدلو والا جوړ شي.[3]

 


 

 



[1]... ترمذی، کتاب تفسیر القرآن، باب و من سورۃ الحجر، صفحہ:722، حدیث:3127.

[2]... لمعات التنقیح، کتاب الصلاۃ، باب ما لا یجوز من العمل...الخ، جلد:3، صفحہ:113، تحت الحدیث:978.

[3]... فیض القدیر، جلد:1، صفحہ:185-186 ، تحت الحدیث:151 ملتقطًا.