Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat
شيخ ابو الحسن قَرشَي رَحْمَةُ
اللهِ عَلَيْه فرمائي: د 559 هجرئ واقعه ده
چې د بد مذهبو يوه لويه ډله د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې حاضره شوه، د هغوئي سره دوه ټوکرئ وې، د کومو خُلې چې بندې وې،
هغه بد مذهبو د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ
اللهِ عَلَيْه نه پوښنه اوکړه: اووائې! په دې ټوکرو کښې
څه دي؟ حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ
اللهِ عَلَيْه په خپل بصيرت (يعنې باطني نظر، د زړه په نُور) پوهه شو او په يوه ټوکرئ ئې لاس کيښودو او اوئې فرمائيل: په دې کښې يو
معذوره ماشوم دے، سرکار غوثِ اعظم رَحْمَةُ
اللهِ عَلَيْه په هغه ماشوم باندې لاس کيښودو او اوئې فرمائيل: قُمْ
بِاِذْنِ اللہ! د الله پاک په حکم باندې اودريږه...! د دومره فرمائيلو سره د هغه ماشوم معذوري ختمه شوه او هغه
صحيح سلامت اودريدو، بيا حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ
اللهِ عَلَيْه په بله ټوکرئ باندې لاس کيښودو او اوئې فرمائيل: په دې کښې
صحت مند ماشوم دے. کله
چې ټوکرئ برسيره کړے شوه نو واقعي په هغې کښې صحت مند ماشوم وو، د بغداد د شهنشاه
حُضور غوثِ پاک
رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا ژوندي کرامت ئې چې اوليدل نو هغوئي ټولو بد مذهبو د خپلو بدو عقيدو نه
توبه کړه او رښتيني عاشقانِ رسول جوړ شول.[1]
لینے شفائے کامِلہ دربار میں اے کامل بیمارِ عِصیاں آگیا بغداد والے مرشد
ایمان اس کا بچ گیا شیطان سے، جو تیرے ہے سلسلے میں آ گیا بغداد والے مرشد