Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: يوه ورځ د الله په لار کښې

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د عاشقان رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي فيضان غوث او خواجه دے، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اسلامي په ټوله دُنيا کښې د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د تعليماتو عام کولو او په دې باندې د عمل کولو په جذبه راپارولو کښې مصروف دے. دعوتِ اسلامي د عشق رسول او عشق صحابه او اهلِ بيت او عشقِ اولياء ډک ډک جامونه ورکوي. د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره د خپل روحاني تعلق مضبوطولو، د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتو او عشقِ اوليائے کرامو محبت په زړه کښې د زياتولو د پاره تاسو هم د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمَن اونيسئ او د معاشرے د اصلاح د جذبے سره په 12 ديني کارونو کښې عملي طور حِصَّه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دين او دنيا بے شميره خيرونه به مو نصيب شي. په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار دے: يوه ورځ د الله په لار کښې. مخکښې به دې ديني کار ته یومِ تعطیل اعتکاف وئيلے کيدو، اوس دې ديني کار ته يوه ورځ د الله په لار کښې وئيلے شي.  اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! * دعوتِ اسلامي والا عاشقانِ رسول کلو ته هم ځي او د نيکئ دعوت عام کوي * د جُمعې يا اتوار په ورځ اسلامي وروڼه داسې علاقو او کلو ته ځي چرته چې د 12 ديني کارونو د شروع کولو يا د نور مضبوطولو حاجت وي * هلته په جمات کښې قيام کولے شي * د ټاکلے شوي شيډول مطابق د يو لمُونځ نه پس د جمات نه د بهر وتلو سره په نزدې کورونو او دکانونو کښې د نيکئ دعوت ورکولے شي، عاشقانِ رسول ته لاس په لاس جمات ته د راتللو ترغيب ورکولے شي مثلاً * راځئ! تاسو هم زمونږ سره جمات ته لاړ شئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! * علم دين به زده کړئ، د نيکئ دعوت ورکولو