Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat
بِمَقْدَمِہ اَنْہَلَ السَّحَابُ وَ اعْشَبَ الْعِرَاقُ وَ زَالَ الْغَیُّ وَ اتَّضَحَ الرُّشْدُ![1]
مفهوم: د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د راتللو سره (د رحمت) وريځو اوبه خور اوکړو او عراق ښار کښې شينکے شو، او ګمراهي لاړه او هدايت ظاهر شو.
حضرت ابو قَوِّاس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يوه ورځ زه او زما سره ډير خلق د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د زيارت د پاره روان شول، مونږ ټولو د خپلو مشکلاتو او پريشانو د حل د پاره د دُعا کولو اراده لرله، په لار کښې نور خلق هم زمونږ سره ميلاو شول. په هغوئي کښې يو هلک وو، اکثر به پاک نه وو، خير مونږ ټول د غوثيت د بارګاه په لور روان وو چې اتفاقاً د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره په لار کښې ملاقات اوشو، مونږ ټول را وړاندې شو او سلام مو اوکړو او د هغوئي لاس مبارک مو ښکلول. هغه هلک د کوم چې اخلاق ښه نه وو، چې کله هغه د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د لاسونو ښکلولو د پاره ور وړاندې شو نو حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل لاس لرې کړو، بيا ئې يو نظر هغه هلک ته اوکتل، د سرکار غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د نظر مبارک تاب ئې رانه وړو او هغه هلک د بے هوشه کيدو سره راپريوتو، کله چې هغه په هوش کښې راغلے نو فوراً ئې د خپلو بدو اعمالو نه توبه کړه، بيا حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه سره لاس ميلاؤ کړل.[2]