Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat
قَارُوْنُ لَوْ حَلَّ بِہَا جَازَتْ عَلَیْہِ الصَّدَقَۃُ
يعني که د قارُون په شان ډير مالداره کَس هم که چرې په بغداد کښې اوسيدل شروع کړي نو (د هغه ځائے د حالاتو، ګرانئ او خرچو په وجه به دومره کنګال شي چې) په هغه به هم زکوٰة کيږي.
حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په داسې نازکو حالاتو کښې د دين خِدمت اوکړو، د مسلمان اُمَّت د ډوبې شوې کشتئ په راويستلو کښې ئې ملاتړ اوکړو، د دين اصلي تعليمات ئې ژوندي کړل او د مسلمانانو اخلاق او کردار ئې د قرآن و سُنت او د ديني تعليماتو د نُور نه ډک کړل. د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې خدماتو په وجه باندې هغوئي ته مُحْیُ الدِّیْن (يعني دين ژوندے کوونکے) وئيلے شي.
تُو حُسینی حَسَنی کیوں نہ مُحْیُ الدِّیْں ہو اے خِضَرمَجْمَعِ بَحْرَیْن ہے چشمہ تیرا[1]
مُحيُ الدِّين لقب څنګه ميلاو شو...؟
حُضور غوثِ پاک اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل د جُمعې ورځ وه، زه د سفر نه واپس را روان ووم، په لار کښې ما يو ډير کمزورے کس اوليدلو، هغه ما ته سلام اوکړو، ما جواب ورکړو، هغه کَس اووئيل: ما راپاڅوه! ما چې هغه راپاڅولو نو فوراً د هغه مخ روښانه او بدن تازه شو. زه حيران شوم، په دې باندې هغه اووئيل: د حيرانتيا خبره نه ده، زه (ستاسو د نيکه بابا جان حضرت مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) دين يم، (د خلقو د بے رغبتئ او