Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat
ميلاد شريف په ډيره پابندئ سره کولو، يوه ورځ رسول ذيشان، مکي مدني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خوب کښې تشريف راوړلو او اوئې فرمائيل: عبد القادره! تا مونږ ته د دولسم راياد کړو، مونږ تا له يولسم درکوو. دا سرکاري عطيه ده، ځکه په ټوله دنيا کښې خوره شوه. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د صدو [يعني سوونو كالو] تيريدو نه پس اوس هم د غوث پاک غلامان په ربِيعُ الآخر کښې خصوصاً او د دې نه علاوه د اسلامي مياشت په هر 11 تاريخ په شوق سره د 11 شريف اهتمام کوي.[1]
تیرے جد کی ہے بارہویں غوثِ اعظم ملی ہے تجھے گیارہویں غوثِ اعظم
تجھے سب نے جانا، تجھے سب نے مانا تری سب میں دُھومیں مچیں غوثِ اعظم[2]
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! راځئ! د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د تعليماتو او د هغوئي د ديني خدمتونو په باره کښې د يو څو خبرو اوريدلو سعادت حاصلوو:
شيخ اَبُو الفَرَج رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د غوثِ پاک عاشق دے، هغوئي ته د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زمانه مبارکه نصيب شوه، د زيارت شرف ئې هم نصيب شو او د حُضور غوثِ