Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

ځينو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. د رِسالت تاجدار، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِـيَ فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغوئي زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغوئي به په جنّت کښې زما سره وي.[1]

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!                                                                      جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د مسواک کولو سُنَّت او اَداب

د رسول اللہ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامین: (1): دوه رکعته د مسواک سره ادا کول بغير د مسواک نه د 70 رکعتونو نه افضل دي.[2] (2) د مسواک استعمال د ځان د پاره لازم کړئ ځکه چې دا د خُلے د صفائې او د الله پاک د رضا وجه ده.[3]

اے عاشقانِ رَسُول! * حُضور نبـي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هره شپه مسواک کولو، هر ځل د اوده کيدلو په وخت هم او د بيداريدلو په وخت هم * بغير د ښه نيت نه د مسواک کولو سره خو به طِبي فائدے خو حاصلې شي خو ثواب به نه ميلاويږي، مثلاً که د اوداسه د پاره مسواک کول وي نو دا درې نيتونه اوکړئ: د الله پاک د رضا، د سُنَّت ادا


 

 



[1]... تاریخ دمشق، جلد:9، صفحہ:343.

[2]... اَلتَّرغِیْب وَالتَّرہیب، كتاب: الطہارۃ، الترغیب فی السواک، صفحہ:86، حدیث:18.

[3]... مسند امام احمد، جلد:2، صفحہ:438، حدیث:5869.