Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

غیبت سے اور تُہمت و چغلی سے دُور رکھ                                       خُوگر تُو سچ کا دے بنا یا ربِّ مصطَفٰے!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د غوثِ پاک عاشقانو! اے قادريانو! مونږ د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تعليمات واوريدل، د سلسله عاليه قادريه 3 بنيادي اصول واوريدل: (1) مُجاهدہ (2) تَوَکُّل (3) صِدق يعنې رښتيا وئيل. د نن نه دا نِيَّت اوکړئ! چې دا درې واړه اصول په خپل ژوند کښې نافذ کړو او د حُضورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د رښتيني مريد د جوړيدو کوشش اوکړو. اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم!

د بيعت مختصرتعارف، فائدے او فضيلتونه

  خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! سلسله عاليه قادريه ډيره د برکت سلسله ده.
 اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! شيخ طريقت امير اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه په قادريه سلسله کښې بيعت کړے دے. سيدي اعلٰی حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم په قادريه سلسله کښې بيعت کړے دے او اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! باقي پاتې چې څومره هم د طريقت سلسلے دي سلسلۀ نقشبندیه، سلسلۀ سهروردیه، سلسلۀ چشتیه په دې ټولو کښې هم د غوثِ پاک فيضان رسي. د سلسله عاليه قادريه شهنشاه سيدي غوثِ پاک شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے او دا سلسله. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علِـىُّ المُرتضٰی رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته او د هغوئي نه وړاندې خوږ آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته رسي، که تاسو تر اوسه پورې د يو پيرِکامل نه بيعت نه وي کړے نو مشوره ده چې په سلسله عاليه قادريه کښې د جامع شرطونو د پير په لاس بيعت اوکړئ. ياد ساتئ! د يو کامل پير