Ghous e Pak aur Islah e Ummat

Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

د ټولې کورنئ اِصلاح اوشوه

د ضلع اټک (پنجاب، پاکستان) د يو اسلامي ورور بيان دے، ما د ګناهونو نه ډک ژوند تيرولو، فلمونه کتل، لوفري کول، لمُونځونه قضا کول وغيره زما په معمولاتو کښې شامل وو، يو ځل زمونږه علاقے ته د عاشقانِ رسول مدني قافله راغله، په هغوئي کښې يو اسلامي ورور ما ته د ماښام د لمُونځ کولو او بيان کښې د شرکت کولو دعوت راکړو، زما خوش قسمتي وه چې زه د هغوئي سره جُمات ته لاړم، د ماښام لمَانځه نه پس بيان ما له ډيره مزه راکړه، د بيان په آخره کښې مبلغ د نیک اعمال رسالے تعارف اوکړو، په رساله نیک اعمال کښې درج د نيکو نه ډک ژوند تيرولو مدني ګل ليدلو سره زه ډير خوشحاله شوم، د دې رسالے په شکل کښې د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د اُمَّت د اصلاح د پاره د محنت ليدو سره ما لاس په لاس د بيعت کولو د پاره نوم ورکړو او عطّاري جوړ شوم، د وخت د ولئ کامل سره نسبت څه جوړ شو چې د ګناهونو نه بيزاره شوم او نيکو طرف ته مائل شوم، ما د ګناهونو نه توبه کړه او د دعوتِ اسلامي ديني ماحول مې د زړه نه خپل کړو، د دې په برکت سره هم ښه اثر اوشو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! په مزه مزه ټوله کورنئ قادري، رضوي، عطّاري جوړه شوه، په کور کښې د لمُونځو پابندي شروع شوه، فلمونه ډرامے او سندرې باجے بندې شوې او د ګناهونو نه د ډک چينل په ځائے مدني چينل اولګيدلو.[1]


 

 



[1]... دلوں کا چین، صفحہ:4.