Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

واہ کیا مرتبہ اے غوث ہے بالا تیرا                                                     اُونچے اُونچوں کے سَروں سے قدم اعلیٰ تیرا

سر بھلا کیا کوئی جانے کہ ہے کیسا تیرا                                                اولیا ملتے ہیں آنکھیں وہ ہے تلوا تیرا[1]

يولسمې والا پير وئيلو وجه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دلته عام طور حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته يولسمې والا پير [د يولسمې ځوان] وئيلے شي، هسې هم د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ايصالِ ثواب محفلونو وغيره ته يولسم شريف وئيلے شي. د دې ډيرې وجې دي، مثلاً * د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وصال ورځ 11 ربيع الآخر ده، ځکه هغوئي ته د يولسمې پير وئيلے شي * د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سلسلۀ نسب په 11 واسطو سره حضرت امام حسن مجتبیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته رسي [2] * د هغوئي شجرۀ طريقت (يعنې د هغوئي پير صاحب، بيا د هغوئي پير صاحب، بيا د هغوئي پير صاحب دا چې کومه لړئ ده، دا شجره شريف هم) په 11 واسطو سره حضرت علِـىُّ المُرتضیٰ، شير خدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته رسي * حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپل کتاب جاء الحق کښې د دې بل يو ډير ښکلے او ايمان تازه کوونکے سبب ليکلے دے. ليکي: حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به 12 شريف يعنې د سرکار عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:19.

[2]... زبدة الآثار، ذکر نسبہ وصفتہ، صفحہ:35-36.