Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

اهميت هم ډير دے او د دې فائدے هم ډيرې وي. دا شرعي مسئله هميشه ياده ساتئ! که مونږ څوک په څه ګناه کولو باندې اوليدل او زمونږ غالب ګمان وي چې که زه دے پوهه کړم نو دے به پوهه شي، په داسې حالت کښې پوهه کول واجب کيږي.[1]

ځکه په انفرادي طور باندې د خلقو د پوهه کولو عادت جوړ کړئ! * څوک مو په لمُونځ کښې په غلطئ کولو اوليدلو * څوک مو په اوداسه کښې په غلطئ کولو اوليدلو * د چا دکان ته لاړئ، هغه سندرې غږولې * څوک مو په غيبت کولو * په چغلئ کولو اوليدلو * په کنزلو کولو مو اوليدو، که دا پوخ ګمان وي چې زما په پوهه کولو به دے پوهه شي، په داسې حالت کښې * د موقعې په مناسبت سره * په حکمتِ عملئ سره * په مينه محبت د هغه په پوهه کولو او د نيکئ د دعوت په ثواب ګټلو کښې هيڅ کله هم سستي نه دي کول پکار. زما او ستاسو آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: په الله پاک مې دې قسم وي! که الله پاک ستا په ذريعه يو کَس ته هم هدايت نصيب کړو نو دا ستاسو د پاره د سرو اوښانو نه بهتره ده. د حضرت کعب الاحبار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: جنت الفردوس خاص د هغه کَسانو د پاره دے کوم چې د نيکئ دعوت ورکړي او د ګناه نه منع کړي.[2]

الله پاک دې مونږ ته ښه ډير د نيکئ د دعوت عام کولو توفيق را نصيب کړي. يقين اوکړئ! که مونږه دا انداز اختيار کړو، پوهه کيدونکي پوهه کوونکي جوړ شو،


 

 



[1]... بہارِ شریعت، جلد:3، صفحہ:615، حصہ:16 بتغیر قلیل.

[2]... تَنْبِيْهُ الْمُغْتَرِّين، و من اخلاقہم امرہم بالمعروف...الخ، صفحہ:201.