Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

بے عملئ په وجه) زه کمزورے کيدم، الله پاک ستاسو په ذريعه ما ته نوے ژوند راعطا کړو، تاسو مُحْیُ الدِّیْن ئې. د دې نه پس چې کله زه بغداد ته اورسيدم، د جُمعې لمُونځ مې ادا کړو نو خلقو زما په لور رامنډې کړې او د يا مُحْیُ الدِّیْن آواز ئې کولو او زما لاسونه ئې ښکلول.[1]

سُبْحٰنَ اللّٰہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! زمونږه پير حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُحْیُ الدِّیْن دے، يعنې په خلقو کښې بے عملي زياتيدله، بد مذهبي په زور کښې وه، خلق د دين نه لرې کيدل، سنت ئې پريښودي وو او په فيشن پسې ئې منډې وهلې، د لمُونځونو جذبه کميدله، د مال او دولت محبت، د منصب، عهدې او تاج او تخت لالچ په زړه کښې کور کولو، په داسې حالاتو کښې حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د امت اصلاح ته ملا کلکه اوتړله او د شپه ورځ محنت سره ئې دين بيا ژوندے کړو.

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په برکت سره د لکونو کروړونو خلقو اصلاح اوشوه، غلان راغلل، توبه ئې کړه او د ولايت اوچتې مرتبے ته اورسيدل، شرابيان، بے حيا، بد اخلاقه، ګمراهان، بد مذهبه، تر دې چې غير مسلمو هم د هغوئي په لاس مبارک باندې کلمه اووئيله او مسلمانان شول. د غوث اعظم يو عاشق ليکلي دي:


 

 



[1]... بهجةُ الْاَسْرَار ، ذکر فصول من کلامہ مرصعا...الخ، صفحہ:109 خلاصۃً.