Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

لوستل (الله پاک ته نزدې کولو والا عمل هم دے او ورسره ورسره) لوږه تنده هم لرې کوي.[1]

دُور ہو جائیں دُنیا کے رنج و اَلَم                                                                                 ہو عطا اپنا غم دیجئے چَشمِ نم

مال و دولت کی کثرت کا طالب نہیں                                                     تم پہ ہر دم کروڑوں درود و سلام[2]

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په دې حديثِ پاک کښې د 6 اعمالو ذِکر اوشو (1) رښتيا وئيل (2) امانت ادا کول (3) د شپې لمُونځ ادا کول (4) په ګرمئ کښې روژې نيول (5) د الله پاک ډير زيات ذِکر کول او (6) په رسولِ ذيشان، مکي مدني سلطان
 صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې درودِ پاک لوستل، دا 6 اعمال الله پاک ته نزدې کولو والا دي
او سُبْحٰنَ اللّٰہ! د دُرُودِ پاک فضيلت څه بيان شو؟ دا هغه ښکلے ښکلے عمل دے چې الله پاک ته نزدې کوي هم او د لوږې تندې، غريبئ او تنګ لاسئ او بے روزګارئ نه هم نجات ورکوي.

نن سبا ګراني هم ښه په زور کښې ده، غريبانان څه اوس خو مالداره هم پريشانه دي، هيڅ خبره نه ده، مشکلات په انسانانو باندې راځي، پريشانه کيدل پريږدئ! په کوڅو بازارونو کښې، د دوستانو خپلوانو په بيټک کښې د ګرانئ فرياد پريږدئ! دُرُودِ پاک لولئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! ګناهونه به هم معاف کيږي، زړه به هم پاك کيږي، د الله پاک قرب به هم حاصليږي، آخرت به هم ښه کيږي او اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د غريبئ، تنګ لاسئ، بے روزګارئ نه به نجات هم نصيب کيږي.


 

 



[1]... مسالک الحنفا، المطلب الخامس، الفصل الثانی فی فوائد الصلاۃ علی النبی...الخ، صفحہ:178.

[2]... وسائل بخشش، صفحہ:604.