Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

يادولے شي).[1]

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا ده د مجاهدے طريقه، مونږ خپل اميدونه کم کړو، مرګ، قبر او آخرت هر وخت خپلې مخې ته کړو، د الله پاک او د هغه د رسول په حکمونو باندې ښه پوخ عمل اوکړو، په دې معامله کښې د نفس او د شيطان په دهوکه کښې نه راشو، که مونږ دا عادت اختيار کړو نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! مونږ به په خپله اصلاح کولو کښې کامياب شو او که هر څوک خپله اصلاح اوکړي نو ټوله معاشره به سمه شي.

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عاشق، شيخِ طريقت، امير اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه په اوسني وخت کښې د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دې تعليم باندې په آسانئ سره د عمل کولو د پاره نيک اعمال عطا کړي دي. د اسلامي وروڼو د پاره 72 نيک اعمال، د اسلامي خويندو د پاره 63، د وړو ماشومانو د پاره 40، او د طالب علمانو د پاره 92 نيک اعمال دي. دا يوه وړه شان رساله ده، په کومه کښې چې لنډ لنډ سوالونه ورکړے شوي دي، د هر سوال نه لاندې خالي خانے دي، مونږ له دا کول دي چې څه وخت مقرر کړو او هره ورځ دا رساله برسيره کول دي، د دې سوالونه لوستل دي او د دې نه لاندې خانو کښې د آو يا نۀ نخښه لګول دي. د خپلې اصلاح دا داسې بے مثاله طريقه ده چې که مونږ ئې اختيار کړو او په استقامت سره په دې باندې عمل اوکړو نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! په کلونو يا مياشتو کښې نه بلکه په ورځو کښې به په مونږ کښې بدلون شروع شي.


 

 



[1]... ترمذی، کتاب الزہد، باب ما جاء فی قصر الامل، صفحہ:558، حدیث:2333 ملتقطًا.