Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

کولو او د ذِکر او درود د پاره د خُلے پاك کولو په غرض مسواک کووم * مشائحِ کرام فرمائي: کوم کَس چې د مسواک عادت لري په ځنکدن کښې به ورته کلمه وئيل نصيب کيږي * د حضرت عبد الله ابن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې په مسواک کښې 10 خوبيانې دي: خُله صفا کوي، اورئ مضبوطوي، نظر تيزوي، بلغم لرې کوي، د خُلے سخا بوئ ختموي، د سُنَّت موافق دے، د مسواک کولو سره فرښتې خوشحاليږي، د مسواک کولو سره رَبّ رضا کيږي، مسواک نيکئ زياتوي او معده صحيح کوي  * مسواک په ښي لاس کښې داسې واخلئ چې قچئ [يعني وړوكي] ګوته د دې نه لاندې او د مينځ درې ګوتې بره او غټه ګوته په سر وي * مسواک چې کله د استعمال قابل نه وي نو غورځوئ ئې مه چې دا د سُنَّت ادا کولو آله ده، په احتياط سره ئې په يو ځائے کښې کيږدئ يا ئې خخ کړئ يا ئې د کانړي وغيره وزن سره اوتړئ او سمندر (يا سيند وغيره) کښې ئې ډوب کړئ.[1]

 د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکتبة المَدينه بهارِ شريعت جلد 3 نه حصه 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتيں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بھترینه ذريعه د دعوتِ اسلامي قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے.


 

 



[1]... 550 سنتیں اور آداب، صفحہ:47-50.