Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

لمَانځي، د غوثِ پاک ذکر کوي او ايمان تازه کوي او د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ايصالِ ثواب د پاره د لنګر وغيره اهتمام کوي او ښه ايصالِ ثواب کوي او د دې برکتونه حاصلوي او اوګورئ! څومره د کرم خبره ده، د اوچتو مرتبو والا دوو اوليائے کرامو حضرت شاہ ولیُّ اللہ مُحَدِّث دهلوي او حضرت مرزا مظهر جانِ جاناں رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه م ګواهي ورکړه چې د يولسم شريف په محفل کښې لوئے لوئے اوليائے کرامو او شهنشاہِ وِلایت حضرت علِـیُّ المُرتضیٰ شیرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ او د هغوئي سره عظيم عاشقِ رسول حضرت اويس قرني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم تشريف راوړلو...!! دا ضروري نه چې د يولسم شريف په هر محفل کښې دا حضرات تشريف راوړي، البته که اوغوړي نو کرم هم فرمائي.

 خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږ له هم د يولسم شريف اهتمام لازمي کول دي، يولسم شريف څه دے؟ ايصالِ ثواب دے او ايصالِ ثواب کول د قرآن او حديث نه ثابت دي. صحابئ رسول حضرت انس بن مالک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ما په بارګاه رسالت کښې عرض اوکړو: مونږ د خپلو وفات شوو د پاره دعاګانے او د هغوئي د طرف نه صدقه او خيرات وغيره کوو، آيا دا څيزونه هغوئي ته رسي؟ خوږ نبي، رسول هاشمي
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: بے شکه دا څيزونه وفات شوو ته رسي وَ یَفْرَحُوْن بِہٖ کَمَا یَفْرَحُ اَحَدُکُمْ بِالہَدْیَۃِ يعنې لکه څنګه چې تاسو په تحفه ميلاويدو خوسحاليږئ، هم داسې وفات شوي خلق په دې (ايصالِ ثواب) خوشحاليږي. [1]


 

 



[1]...عمدۃ القاری، کتاب الجنائز، باب موت الفجاۃ البغتۃ، جلد:6، صفحہ:305، تحت الحدیث:1388.