Teen Dost

Book Name:Teen Dost

شي. ([1]) *په حديث شريف کښې دي: دوه عادتونه داسې دي کوم بنده چې په دې باندې هميش والے اختيار کړي جنّت ته به داخل شي، دا دواړه کارونه دي خو ډير آسان خو په دې باندې عمل کوونکي خلق ډير کم دي. په تاسو کښې که څوک د هر نـمونځ نه پس 10 کَرَته سُبحٰنَ اللہ، 10 کَرَته اَلْحَمدُ لِلّٰہ او 10 کَرَته اَللہُ اَکبَر وائي نو دا (د پينځؤ نـمونځونو په حساب سره) په ژبه باندې 150 کلمات دي خو په ميزان [تَله]  کښې 1500 دي. نو بيا چې هغه خپلې بسترې ته راشي نو 33 کَرَته سُبحٰنَ اللہ، 33 کَرَته اَلْحَمدُ لِلّٰہ او 34 کَرَته دې اَللہُ اَکبَر اُووائي، دا په ژبه باندې 100 الفاظ دي خو په ميزان [تَله] کښې يو زر [1000] دي. ([2]) * حضرت سعد بن ابي وقاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې مونږ د آخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه کښې حاضر وو چې هغوئي اوفرمائيل: آيا په تاسو کښې څوک روزانه د يو زر نيکو ګټلو نه عاجزه دے؟ په حاضرينو کښې يو کَس عرض اوکړو: په مونږ کښې څوک يو زر نيکئ څنګه ګټلے شي؟ اوئې فرمائيل: که هغه 100 کَرَته تسبيح (يعنې سُبحٰنَ اللہ) اووائي نو د هغه د پاره يو زر نيکئ ليکلے کيږي يا يو زر ګناهونه ورانولے کيږي. ([3])

ذکر و درود ہر گھڑی وِردِ زباں رہے                                                             میری فضول گوئی کی عادت نکال دو([4])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                              صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]... مسند ابی یعلی، مسندالزھری عن انس، جلد:3، صفحہ:189، حدیث:3611۔

[2]... ابن ماجہ ، کتاب اقامۃ الصلاۃ ...الخ، باب ما یقال بعد التسلیم، صفحہ:154، حدیث:926 بتغیرقلیل۔

[3]... مسلم، کتاب الذکر و الدعاء...الخ، باب فضل التھلیل...الخ، صفحہ:1039، حدیث:2698۔

[4]... وسائلِ بخشش، صفحہ:305۔