Teen Dost

Book Name:Teen Dost

چې په ما باندې 7 لاکهه روپئ قرض وو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اوس صِرف يو نيم لاکھ پاتې دي. 

دا قرض څنګه خلاص شو؟ د دې په تفصيل بيانولو کښې يې اوفرمائيل: داسې اوشول چې ما آبِ کوثَر اولوستلو، په دې کښې چې مې د درودِ پاک فضيلتونه اولوستل نو شوق مې پيدا شو او ما ښه په مينه او شوق باندې ډير زيات درودِ پاک لوستل شروع کړل. ديخوا هغه خلق د چا نه چې ما قرض اخستے وو، هغوئي زه تنګولم، يوه ورځ ما درودِ پاک اولوستلو او د دُعا د پاره کښيناستم، څنګه چې مې د الله پاک په دربار کښې لاس اوچت کړل، د پريشانئ په وجه مې زړه نرے شو، ما په ژړا ژړا د الله پاک په بارګاه کښې دُعا اوکړه.

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د درودِ پاک برکت داسې ظاهر شو چې ما يوه ورځ ايمان تازه کوونکے خوب اوليدلو، په خوب کښې څه ګورم چې زه چرته روان يم او يو کَس د سوري پشان زما سره سم روان دے، مزل مې کولو چې يو ځائے ته اورسيدم، ډير فراخه او ښکلے ځائے وو، هلته يو ډير ښائسته، نوراني مخ والا کَس تشريف فرما وو، مخې ته يې قرآنِ پاک پرانستے [يعنې کولاؤ] پروت وو او هغوئي د قرآنِ مجيد تلاوت کولو.

څنګه چې زه هلته اورسيدم نو هغه بزرګ سترګې مبارکې راوچتې کړې او ما ته يـې ډير د مهربانئ په نظر اوکتل او بيا يې تلاوت شروع کړو.

هغه کَس کوم چې زما سره د سوري پشان يو ځائے وو، ما د هغه نه پوښتنه اوکړه: دا بزرګ څوک دے؟ هغه اووئيل: سَيِّد صاحب! دا هُم هغه حبيبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے په چا چې تاسو درودِ پاک لولئ. دومره کرم شوے وو چې زما سترګې برسيره شوې.

بس د هغه مالِک او مُختار نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه يو نظر مبارک برکت دے چې ډير زر زما تقريباً پينځه نيم لاکهه روپئ قرض خلاص شو.