Book Name:Teen Dost
مفتي امين صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې هغه سَيِّد صاحب 2 هفتې پس بيا تشريف راوړو او اويې وئيل چې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ماته بهترين ملازمت (نوکري) هم ميلاؤ شوې ده. ([1])
کیا خُدا داد آپ کی اِمْداد ہے اِک نظر میں شاد ہر ناشاد ہے([2])
وضاحت: یارسولَ اللہ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ستاسو د اِمداد څه ښکلے شان دے...!! بس ستاسو يو نظرِ عنایت پکار دے، د دې سره هر خفه کس بيا خوشحاله اوسي.
او سَيِّدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم څه ښکلے عرض کوي:
قِسْمَت میں لاکھ پیچ ہوں ، سَو بَل، ہزار کَج یہ ساری گتھی اِک تری سیدھی نظر کی ہے([3])
وضاحت: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! که په قسمت کښې مې څومره هم مشکلات او پريشانئ ليکلې وي، بس تاسو د خوند نه ډک او کرم يو سيدها نظر اوفرمايئ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د قسمت ټول مشکلات به مې حل شي.
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! درودِ پاک بې بها نعمت دے، د دې په برکت سختې حل کيږي، تنګ لاسي (غريبي) په خوشحالئ کښې بدليږي، ګناهونه پاکيږي، ډير ډير رحمتونه راوريږي او يوه اهمه فائده يې دا هم ده چې د درودِ پاک لوستونکے درود د سرکارِ عالي وقار، د مکے مدينے تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بارګاه ته رسي، د مالِک او مختار نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عنايت نظر هم نصيب کيږي او آقا کريم، رَؤُف او رحيم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې اوغواړي نو خپلو غلامانو ته د ديدار خيرات هم عطا کوي.