Book Name:Teen Dost
کښې، که ورځ وي او که شپه په ژبه باندې د درودِ پاک د نذرانو پيش کولو عادت جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به مو نصيب شي.
په مَدَني پنج سوره کښې دي: (1): د دُرود شريف په لوستلو د الله پاک په حکم باندې عمل کيږي (2): يو ځل په دُرُود شريف لوستونکي باندې لس رحمتونه نازليږي (3): د هغه لس درجې اوچتيږي (4): د هغه د پاره لس نيکئ ليکلے کيږي (5): د هغه لس ګناهونه ورانولے کيږي (6): د دُعا نه مخکښې د دُرُود شريف لوستل د دُعا د قبليدو ذريعه ده (7): دُرُود شريف لوستل د نبي رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت ذريعه ده (8):دُرُود شريف لوستل د ګناهونو د بخښلو سبب دے (9): د دُرُود شريف په ذريعه باندې الله پاک د بنده غمونه لرې کوي (10): د دُرُود شريف په برکت به بنده د قيامت په ورځ د رسولِ اَکرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قُرب حاصلوي (11): دُرُود شريف د غريب د پاره د صدقې قائم مقام دے (12): دُرُود شريف د حاجتونو پوره کيدو ذريعه ده (13): د دُرُود شريف په وجه د دې په لوستونکي باندې د الله پاک رحمتونه نازليږي او فرښتې د هغه د پاره (د بخښنې) دعا کوي (14): دُرُود شريف د خپل لوستونکي د پاره د پاکوالي او طهارت ذريعه ده (15): د دُرُود شريف په وجه بنده ته د مرګ نه مخکښې د جنّت زيرے ميلاويږي (16): دُرُود شريف لوستل د قيامت د انديښنو نه د نجات سبب دے (17): دُرُود شريف لوستلو سره بنده ته هيره شوې خبره راياديږي (18): د دُرُود شريف لوستلو سره غريبي لرې کيږي (19): دا عمل بنده د جنَّت په لاره روانوي (21): دُرُود شريف په پل صراط باندې د بنده د پاره په رڼا کښې د زياتوالي سبب دے (22): د دُرُود