Teen Dost

Book Name:Teen Dost

شريف په وجه بنده د ظُلم او جفا نه ووځي (23): د دُرُود شريف لوستلو په وجه بنده په آسمان او زمکه کښې د تعريف قابل جوړيږي (24): د دُرُود شريف لوستونکي په ذات، عمل، عُمر کښې او د هغه د بهترئ اسبابو کښې برکت راځي (26): دُرُود شريف د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د دائمي محبت او په هغې کښې د زياتوالي سبب دے (27): د دُرُود شريف لوستونکي سره رسولِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم محبت فرمائي (28):دُرُود شريف لوستل، د بنده د هدايت او د هغه د زنده دلئ سبب دے (29): د دُرُود شريف لوستونکي دا اعزاز هم دے چې د نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه کښې د هغه نوم وړاندې کولے شي او د هغه تذکره کيږي (30): دُرُود شريف په پل صراط باندې د ثابت قدمئ او (سلامتيا سره) د تيريدو سبب دے. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! اندازه اولګوئ! د دُرودِ پاک څنګه څنګه برکتونه دي، دا خو لا اوس د دُرُودِ پاک په برکتونو کښې د يو څو برکتونو ذِکر اوشو، ګنې د دُرُودِ پاک خو دومره برکتونه دي چې شميرلے کيږي نه. ډيره آسانه نيکي ده، چې مونږ يـې خپل معمول جوړه کړو، څه وخت مقرر کړو، شميره مقرره کړو او هره ورځ بې ناغه [يعنې پابندئ سره] په مقرر کړے شوي وخت باندې، په مقرره شوې شميره کښې د دُرُودِ پاک لوستلو عادت جوړ کړو، د دې نه علاوه هم په ګرځيدو راګرځيدو کښې هُم دُرُودِ پاک لولو، که الله پاک اوغوښتل نو د دنيا او آخرت په هر ميدان کښې به کاميابي رانصيب کيږي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]... جلاءالافہام ، صفحہ:246 تا 253 ملتقطًا۔