Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

جنّت داروغه) حضرت رضوان عَلَیْهِ السَّلَام  سره د يو زر [1000] کالو پورې خازِن وو. يو ځل شيطان پۀ جنّت کښې پۀ يو ځائے کښې ليکلي وليدل چې پۀ مَقَرَّبِينو (يعنې د الله پاک پۀ قرب لرونکو) کښې يو داسې دے، کوم ته چې به الله پاک يو حکم کوي خو هغه به د الله پاک نافرماني کوي، لہٰذا هغه به د الله پاک د دروازے نه رَټلے شوے شړلے شي او د هغۀ ټول عبادتونه به د ذرو پۀ شان والوځولے شي.

ابليس دا خبره ولوسته خو هغۀ هډو دا غور ونکړو چې دا خبره زما پۀ باره کښې هم کيدے شي، هغه پۀ خپل حال باندې مطمئين وو، د الله پاک د پټ تدبير نه نۀ ويريدو، هغۀ هم دا وګڼل چې دا زۀ نه يم بلکې بَل څوک به وي، نو هغۀ د الله پاک پۀ بارګاه کښې عرض وکړو: اے الله پاکه! ما ته اجازت عطا کړې چې زۀ پۀ دې نافرمانه باندې لعنت وليږم، الله پاک ورته اجازت عطا کړو، نو دۀ يو زر [1000] کاله پۀ هٰغه نافرمانه باندې لعنت ليږو او دا پته ورته نه وه چې هٰغه نافرمانه هم دے پخپله دے. ([1])

اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا دي د الله پاک د پټ تدبير نه نۀ ويريدل...!! امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور ليکي: يو داسې ليکل حضرت اسرافيل عَلَیْهِ السَّلَام هُم پۀ لوحِ محفوظ باندې ولوستل، دا يـې چې ولوستل نو پۀ هغوئي باندې ويره غالبه شوه (هغوئي دا وګڼل چې دا د کوم نافرمانه پۀ باره کښې ليکلي دي، هغۀ بَل څوک نه بلکې هم زۀ يم، نو د الله پاک د ويرې د غلبې له کبله) هغوئي پۀ ژړا شول، دومره يـې وژړل، دومره يـې وژړل چې د فرښتو پرې رحم راغلے، فرښتې د هغوئي نه راتاؤ شوې، پوښتنه يـې ترې وکړه: تاسو دومره ډير ولې ژاړئ؟ حضرت اسرافيل عَلَیْهِ السَّلَام ووفرمائيل: ما پۀ لوحِ محفوظ باندې يو ليک لوستلے دے، پۀ هغې کښې د يو نافرمانه ذِکر دے (او زۀ ويريږم


 

 



[1]... سلوۃ العارفین، باب احوال الانبیا فی الخوف، جلد:2، صفحہ:170۔