Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

چې هسې نۀ هغۀ ليکل هم زما پۀ باره کښې نه وي). فرښتو چې دا واوريدل نو هغوئي هم دا سوچ وکړو چې هسې نه دا ليکل چرته زمونږ پۀ باره کښې نه وي، نو هغه فرښتې هم د الله پاک د پټ تدبير د ويرې نه پۀ ژړا شوې. ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! دا فرښتې دي، کومې چې معصومه دي، د دوئي نه هډو ګناه نه کيږي، دوئي چرې هم د الله پاک نافرني نه کوي، د دې باوجود غور وکړئ چې دوئي د الله پاک د پټ تدبير نه څومره ويريږي...!! بيا دلته د شيطان او د فرښتو انداز کښې فرق ته وګورئ! شيطان هم هٰغه ليکل ولوستل خو دے پۀ خپل حال باندې مطمئين وو، هغۀ دا وګڼل چې دا نافرمانه زۀ نۀ بلکې بَل څوک دے خو فرښتو داسې سوچ ونکړو بلکې ټول د ځان پۀ باره کښې اُوويريدل او ژړا يـې شروع کړه...!!

الله پاک دې زمونږه انداز د خبيث شيطان پۀ شان نۀ کوي، ډير کم خلق دي چې * د دوزخ د عذابونو پۀ باره کښې واوري او * د قبر او آخرت د وحشتونو بيان واوري او * د الله پاک د پټ تدبير پۀ باره کښې روايتونه واوري او د خپل ځان پۀ باره کښې غور کوي، عام طور خلق هم دا ګڼي چې * پۀ ما هيڅ نه کيږي * ما خو به ضرور الله پاک بخښي * دا روايتونه * دا عذابونه * دا وحشتونه زما د پاره نۀ دي بلکې د نورو خلقو د پاره دي.

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! داسې سوچ مۀ کوئ! الله پاک بے نيازه دے، هغه د چا محتاج نه دے، زما پۀ باره کښې د الله پاک پټ تدبير څۀ دے، ما ته پۀ دې باره کښې سوچ کول دي، د دې فِکر کول دي * زۀ نن نـمونځ ګزاره يم، آه! که سبا نـمونځ ګزاره پاتې نه شوم نو بيا به څۀ کيږي؟ * زۀ نن نيک يم، که سبا زما نه د نيکۍ توفيق واخستے شي نو زما به څۀ کيږي؟ * هۍ! هۍ! ما ته د توبې توفيق نه نصيب کيږي


 

 



[1]... سلوۃ العارفین، باب احوال الانبیا فی الخوف، جلد:2، صفحہ:170۔