Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

قَسم ورکړو او د هغۀ [نه مې د هٰغه] حالت پۀ باره کښې پوښتنه وکړه نو هغۀ پۀ ژړا ژړا خپله واقعه بيان کړه چې ما به د خپل شيخ خدمت کولو، هغه پۀ اَبدالو کښې وو، ما تر څلويښتو کالو پورې د هغۀ خدمت وکړو، هغه ډير عبادت کوونکے وو. هغۀ د خپل وفات نه درې ورځې مخکښې زۀ راوبللم او اوئې وئيل: اے زما ځويه! اے د الله پاک بنده! زما پۀ تا باندې او ستا پۀ ما باندې حق دے. او پۀ تا باندې زما پۀ پوره حقونو کښې يو حق دا دے چې تۀ زما خبرې پۀ غور سره واورې او زما وصيت پوره کړې. ما عرض وکړو: پۀ محبت او عزت سره به ستاسو وصيت پوره کووم. نو هغۀ ووئيل چې زما درې ورځې ژوند پاتې دے او زۀ به کافِر مړ کيږم. چې کله زۀ مړ شم نو ما د خپلو جامو سره د شپې پۀ تيارۀ کښې پۀ يو تابوت کښې کيږده او د ښار نه مې بهر فلانکي ځائے ته يوسه او د نـمر راختو پورې پۀ هغه ځائے کښې ايسار شه، چې کله تۀ يوې قافلې والا پۀ راتلو ووينې چې د هغوئي سره هم يو تابوت وي نو هغوئي به هٰغه تابوت زما خوا ته کيږدي او زما تابوت به يوسي، تۀ هغه دويم تابوت راواخله او واپس راشه. بيا هٰغه تابوت برسيره کړه او پۀ هغې کښې موجود کَس راوباسه او د هغه سره هم هغه سلوک وکړه کوم چې پۀ تا باندې لازم وو چې تا به زما سره کولو (يعنې هغه له غسل ورکړه او کفن دفن يـې کړه). دا مې چې واوريدل نو ما پۀ ژړا ژړا پوښتنه وکړه: د دې معاملې څۀ وجه ده؟ نو هغه جواب راکړو: اے زما ځويه! دا هر څۀ پۀ لوحِ محفوظ کښې ليکلے شوي دي، او مخکښې هم او وروستو هم د الله پاک حکم دے:

لَا یُسْــٴَـلُ عَمَّا یَفْعَلُ   (پارہ:17، الانبیا:23)

[مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان:  اللہ نه د هٰغه کار مُتَعَلِّق تپوس نه کيږي کوم چې هغه کوي.

چې کله درې ورځې تيرې شوې نو زما شيخ بے قراره شو، رنګ يـې بدل شو، مخ يـې