Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

تور شو او د مشرق پۀ لور تاؤ شو او پړمخې راپريوتو او مړ شو. ما ډير وژړل او دومره غمژن شوم چې د الله پاک نه علاوه بَل چا ته پته نشته. بيا ما ته وصيت راياد شو نو ما هغه پۀ يو تابوت کښې کيښودو او چې کله شپه شوه نو کوم ځائے چې راته شيخ ښودلے وو تابوت مې هٰغه ځائے ته يوړو او هلته مې کيښودو او ايسار شوم تر دې چې کله نـمر راوختو نو يوه ډله پۀ ژړا فرياد کولو راغله، د هغوئي سره هم يو تابوت وو، هغوئي خپل تابوت د هغه تابوت يو اړخ ته کيښودو. پۀ هغوئي کښې يو کَس رامخکښې شو او زما راوړے شوے تابوت يـې د وړلو د پاره اوچت کړو نو ما هغۀ راونيولو او ورته مې اُووئيل: چې تر څو پورې تۀ ما ته د ځان پۀ باره کښې څۀ اونه وائې زۀ به تا نه پريږدم. نو هغۀ ووئيل: زۀ د دې غير مسلمه مذهبي مشر تر څلويښتو کالو پورې خادم پاتې شوم. هغۀ د خپل مرګ نه درې ورځې مخکښې زۀ راوبللم او اوئې وئيل: اے زما بچيه! زما پۀ تا باندې او ستا پۀ ما باندې حق دے. او پۀ تا باندې زما پۀ پوره حقونو کښې يو حق دا دے چې کله زۀ درې ورځې پس مړ شم نو تۀ ما پۀ يو تابوت کښې کيږده او دا ځائے يـې راته ياد کړو او اوئې وئيل چې که چرې تۀ هلته بَل يو تابوت ووينې نو زما تابوت د هغه تابوت پۀ ځائے هلته کيږده او هغه راوچت کړه او ګرجې ته يـې راوړه او زما  سره چې څۀ معامله کول پۀ تا باندې واجب دي هم هغه د هغۀ سره وکړه (يعنې د غير مسلمو پۀ طريقه باندې مې ښخ کړه). چې کله درې ورځې تيرې شوې نو د هغوئي مخ د خوشحالئ نه روښانه شو، کلمه شهادت يـې ولوستله او مسلمان شو او وفات شو. بيا ما د هغوئي د حکم مطابق عمل وکړو او هغوئي مې دلته راوړل. (هغه بزرګ فرمائي) چې کوم تابوت هٰغه خلقو راوړے وو، ما راوچت کړو او د کور پۀ يو ګوټ کښې مې کيښودو او برسيره مې کړو نو چې اومې کتل پۀ هغې کښې يو داسې بزرګ وو چې پۀ مخ باندې