Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

[H,O,D]، افسر به خفه شي، ټينشن راسره وي چې اوس که دفتر ته ناوخته لاړ شم نو نګران يا افسر به راته ردې بدې وائي خو که د سحر نـمونځ رانه قضا شي نو د دې راسره هيڅ فِکر نه وي چې آه! نـمونځ مې ونکړو، الله پاک ته به پۀ کومو سترګو مخامخ کيږم، چرې د دې پۀ وجه دوزخ ته غوزار نۀ شم، د الله پاک پۀ غضب کښې اخته نۀ شم * څۀ چې مونږ پۀ دې دنيا کښې ګټلي دي، د هغې حفاظت خو ډير پۀ اهتمام سره کوو، د دې د پاره صندوقونه جوړولے شي، پۀ بينکونو کښې لاکر سسټم هم استعماليږي، سيکورټي ګارډ هم ساتلے شي خو پۀ زړۀ کښې مو د ايمان دولت دے، دا لازوال دولت، دا بے بها دولت، دا د ټولو نه قيمتي دولت، د دې د حفاظت فِکر د ډيرو کمو خلقو سره وي. يقين وکړئ! د آخرت پۀ معامله کښې چې د دې بے فکرۍ کوم حالت دے، دا ډير نقصان رسوونکے دے. الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

اَفَاَمِنَ اَهْلُ الْقُرٰۤى اَنْ یَّاْتِیَهُمْ بَاْسُنَا بَیَاتًا وَّ هُمْ نَآىٕمُوْنَؕ(۹۷) اَوَ اَمِنَ اَهْلُ الْقُرٰۤى اَنْ یَّاْتِیَهُمْ بَاْسُنَا ضُحًى وَّ هُمْ یَلْعَبُوْنَ(۹۸) اَفَاَمِنُوْا مَكْرَ اللّٰهِۚ-فَلَا یَاْمَنُ مَكْرَ اللّٰهِ اِلَّا الْقَوْمُ الْخٰسِرُوْنَ۠(۹۹) (پارہ:9، الاعراف:97 تا 99)

[مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان: آيا د استوګنو [آباديانو] والا د دې خبرې نه بے ويرې شول چې په هغوئي باندې زمونږه عذاب د شپې راشي چې کله هغوئي اُوده وي(۹۷) يا آيا د استوګنو [آباديانو] والا د دې خبرې نه بے ويرې دي چې په هغوئي باندې زمونږه عذاب د ورځې راشي چې کله هغوئي په لوبو کښې اخته وي (۹۸) آيا هغوئي د الله د پټ تدبير نه بے ويرې دي نو د الله د پټ تدبير نه صرف تباه کيدونکي خلق بے ويرې وي (۹۹)

  الله! الله! معلومه شوه چې د الله پاک د عذاب نه، د هغۀ د ګرفت نه، د هغۀ د پټ تدبير نه نۀ ويريدل د نقصان اوچتوونکو طريقه ده.