Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

مونږ له ترغيب راکولے کيږي چې دا احساس مستقل طور پۀ مونږ کښې پکار دے، هغه تعليم، هغه احساس څۀ دے؟ واورئ! الله پاک ارشاد فرمائي:

اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ لِقَآءَنَا وَ رَضُوْا بِالْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَ اطْمَاَنُّوْا بِهَا وَ الَّذِیْنَ هُمْ عَنْ اٰیٰتِنَا غٰفِلُوْنَۙ(۷) اُولٰٓىٕكَ مَاْوٰىهُمُ النَّارُ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ(۸)   (پارہ:11، یونس:7،8)

[مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان:  بيشکه هٰغه خلق کوم چې زمونږ سره د ملاقات اميد نه لري او د دُنيا ژوند ئې خوښ کړے دے او په دې مطمئن شوي دي او هٰغه خلق کوم چې زمونږ د آيتونو نه غافِل دي(۷) د هٰغه خلقو ځائے د هغوئي د اعمالو په بدله کښې دوزخ دے(۸)

د دې آيت مبارک نه پۀ مخکښينو آيتونو کښې دا خبره د دليلونو سره واضحه کړے شوه چې دا دُنيا فاني ده، د دې دُنيا هر څيز مسلسل د خپلو ختميدو پۀ لور روان دے، ډيره زر به دا دنيا تباه او برباده شي، بيا به قيامت قائم شي او ټول به د رَبِّ کريم پۀ حُضُور کښې حاضرولے شي. دا خبره د دليلونو سره د واضحه کولو نه پس الله پاک پۀ دې آيتونو (یعنې پۀ آيت: 7 او 8) کښې د کافرو څلور بدۍ بيان کړې دي. (1): کُفّار د قيامت پۀ ورځ د الله پاک پۀ بارګاه کښې د حاضرۍ طمع نه لري يعنې * د هغوئي پۀ زړونو کښې نۀ د قيامت ويره شته * نۀ د دوزخ نه ويريږي * او نۀ د جنّت شوق لري. دا د هغوئي وړومبۍ بدي وه (2): دويمه بدي يـې دا ده چې دا خلق د دنيا عارضي او فاني ژوند خوښوي (3): دوئي پۀ دې دنيائي ژوند باندې مطمئين دي (4): دا خلق د الله پاک د آيتونو نه غافله دي. د دوئي د دې څلورو بدو انجام دا دے چې پۀ آخرت کښې به د دوئي ځائے دوزخ وي. ([1])


 

 



[1]... صراط الجنان، پارہ:11، سورۂ یونس، زیرآیت:7-8، جلد:3، صفحہ:287-288 بتغیر۔