Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki
فرمائيل: ما پۀ دې حالت کښې سبا کړو چې عمر مې کميږي او ګناهونه مې زياتيږي *د يو عقلمند نه پوښتنه وکړے شوه: تاسو پۀ کوم حالت کښې سبا کړو؟ نو (پۀ عاجزۍ سره يـې) جواب ورکړو: ما پۀ دې حالت کښې سبا کړو چې د خپل رَبّ رزق خورم او د هغۀ د دښمن، ابليس اطاعت کووم * حضرت مُحَمَّد بن وَاسع رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته عرض وکړے شو: تاسو پۀ کوم حال کښې سحر کړو؟ نو اوئې فرمائيل: ستا د هٰغه کَس پۀ باره کښې څۀ خيال دے کوم چې هره ورځ د آخرت پۀ لور يو منزل ځي * د حضرت حامد لَفّاف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خِدمت کښې عرض وکړے شو: تاسو پۀ کوم حال کښې سبا کړو؟ نو اوئې فرمائيل: ما پۀ دې حال کښې سحر کړو چې د سحر نه تر شپې پورې د عافيت [يعنې خيريت] خواهش مند اوسم. عرض ورته وکړے شو: آيا تاسو هره ورځ پۀ عافيت کښې نه يئ؟ اوئې فرمائيل: عافيت خو صرف پۀ هٰغه ورځ وي پۀ کومه ورځ چې [بنده نه] د الله پاک نافرماني ونشي. ([1]) *د حضرت مالِک بن دِينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه چا پوښتنه وکړه: تاسو څنګه سحر کړو؟ اوئې فرمائيل: د هٰغه کَس سحر به پۀ کوم حال کښې وي کوم چې د يو کور (يعنې د دُنيا) نه بَل کور (يعنې د آخرت) پۀ لور تلونکے وي او هيڅ پته ورته نه وي چې جنّت ته به ځم کۀ دوزخ به مې ځائے وي. ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د نيکانو خلقو نيک سحرونه دي، د دوئي حالات څومره ځانګړي دي، دوئي ويريږي، مرګ مخامخ ويني، د آخرت فِکر کوي، سحر د راپاڅيدو سره خپل ګناهونه يادوي، شپه ورځ، سحر ماښام نيکۍ کوي خو د دې باوجود د نيکو پۀ کمي باندې ارمان کوي. او بل خوا مونږه ګنهګاران يو، نۀ سحر د قبر او آخرت خيال راځي، نۀ ماښام الله پاک يادوو...!! آه! کاش چې مونږ ته د نيکۍ رغبت