Subha Kis Haal Mein Ki

Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki

(2):چې د الله پاک پۀ مقرر کړے شوو فرائضو کښې هيڅ فرض د دۀ پۀ ذِمه باندې نه وي (مثلاً د ماسخوتن نـمونځ يـې که پاتې وي نو اودې يـې کړي بيا دې اوده شي، داسې دې پۀ نورو فرائضو هم غور وکړي) (3): د اوده کيدو نه مخکښې دې د خپلو ټولو ګناهونو نه توبه کوي (چې که د خوب پۀ حالت کښې يـې مرګ هم راشي نو پۀ توبه به يـې خاتمه کيږي) (4): د اُوده کيدو نه مخکښې دې وصيت ليکي.([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د فِکر خبره ده. مونږ پۀ دې پوهه کړے شو چې که د سحر حالات ښۀ کول غواړئ، ښۀ سحر موندل غواړئ نو د هغې د پاره د شپې د اوده کيدو نه مخکښې حالات صحيح کړئ! ځکه چې انسان پۀ کوم حالت کښې اوده کيږي، پۀ هغې باندې راپاڅي، افسوس چې دلته د اوده کيدو معمول هم عجيبه وي، څومره داسې دي کوم چې ګناه کوي او اوده کيږي، څومره داسې دي کوم چې د ماسخوتن د نـمونځ کولو نه بغير اوده کيږي، څومره داسې دي چې د ګناهونو نه د ډکو چينلو پۀ کتو کتو کښې اوده کيږي، داسې نادانه هم شته کوم چې هينډز فري پۀ غوږونو کښې ولګوي او پۀ موبائل باندې موسيقي اوريدو اوريدو کښې اوده کيږي، څومره داسې دي کوم چې د فحش او ګنده ويب سائټس پۀ کتو کتو کښې اوده کيږي، د څومره خلقو شپې پۀ موبائل کتو کښې تيريږي، سحر د پيشمني پۀ وخت يـې چرته سترګې پټې شي، بيا د غرمې دولس بجې راپاڅي...!! کاش چې زمونږه د شپې معمول هم صحيح شي او د سحر حالات مو هم ښۀ شي.

د شپې د اوده کيدو نه مخکښې توبه اوباسئ، دوه رکعته د توبې نـمونځ ادا کوئ، لږ تلاوت کوئ او بيا اوده کيږئ، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د اوده


 

 



[1]... تنبیہ الغافلین، باب ما قیل کیف یصبح الرجل، صفحہ:324.