Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

*اوليائے کرامو * غوثِ پاک * داتا صاحب * اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم مونږ ته ښودلې ده، بيا دا عقيدې مونږ پۀ پټو سترګو منو. پۀ کومه خبره که مونږ نه پوهيږو نو دا زمونږ د عقل قصور دے، څۀ چې مونږ ته نه ښکاري، پۀ دې کښې زمونږه د سترګو قصور دے، زما د رَبّ قرآن هم رښتونے دے، د هغه د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان هم رښتونے دے...!! بس مونږ هم دا منو.

د چيلۍ ښپې

حضرت ابو عُبَيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے، يو ځل هغوئي رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له د ډوډۍ دعوت ورکړو، د چيلۍ غوښه يـې پخه کړه. چې خوراک شروع شو نو د مدينے سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: نَاوِلْنِیْ ذِرَاعَہَا ما له د دې مخکښۍ ښپۀ راکړئ! د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مخکښۍ ښپې غوښه خوښه وه. حضرت اُبُو عبيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د چيلئ مخکښۍ ښپه [يعنې ورون] پيش کړو. لږ وخت پس بيا خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: نَاوِلْنِیْ ذِرَاعَہَا ما له د دې مخکښۍ ښپه راکړئ. اُبو عبيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د چیلئ مخکښۍ دويمه ښپه هُم وړاندې کړه. هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا ووفرمائيل: نَاوِلْنِیْ ذِرَاعَہَا ما له د دې مخکښۍ ښپه راکړئ نو حضرت ابو عبيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د چيلۍ مخکښۍ ښپې څو وي؟ (يعنې د يوې چيلۍ مخکښۍ ښپې خو هم دوه وي او هغه دواړه ما تاسو ته پيش کړې دي). پۀ دې باندې رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: پۀ هٰغه ذات مې دې قَسم وي د چا پۀ قبضه کښې چې زما ځان دے! کۀ تۀ خاموشه پاتې شوے وے نو تر څو پورې چې ما غوښتلے، تا به د چيلۍ مخکښۍ ښپې ما له راکولے، [خو] د چيلۍ مخکښۍ ښپې به چرې هم نه وے ختمې شوے.([1])


 

 



[1]... سنن دارمی، مقدمہ، باب ما اکرم بہ...الخ، صفحہ:40، حدیث:45۔