Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

پۀ نـمونځ کښې داسې مشغول وو چې هغوئي ته د وور لګيدو هډو احساس اونه شو، تر دې پورې چې خلق راغلل او وور يـې مړ کړو. ([1]) * حضرت عبد الله بن زبير رَضِىَ اللهُ عَـنْهما چې به کله سجده کوله نو دومره اوږده سجده به يـې کوله چې مرغو به د هغوئي مَلا مبارکه د ديوال يوه حصه ګڼله او پۀ هغې باندې به کښيناستلې. ([2]) * حضرت امام محمد بن اسماعيل بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه ورځ نـمونځ ادا کولو چې د شاتو مچۍ 17 ځايه وچيچلو، د نـمونځ پوره کولو نه پس يـې ووفرمائيل: وګورئ چې دا څۀ څيز دے؟ چې وکتے شو نو د هغوئي مَلا مبارکه 17 ځايه پړسيدلې وه. ([3]) * حضرت عبد الله بن زبير رَضِىَ اللهُ عَـنْهما به پۀ نـمونځ کښې د عاجزۍ له وجې داسې اودريدلو چې داسې به معلوميده لکه چې لرګے [ولاړ] دے. ([4])

  سُبْحٰنَ اللہ! الله پاک دې زمونږه هم پۀ داسې ښکلي انداز کښې د عبادت کولو توفيق نصيب کړي. د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ډير ښکلے کتاب دے. فيضانِ نماز. دا کتاب د هر کَس ضرورت دے. ټولو له لوستل پکار دي، پۀ دې کښې د عاجزۍ پۀ باره کښې پوره يو باب دے، اميرِ اهلسنّت د عاجزۍ سره د نـمونځ کولو اسانې طريقې هم ليکلې دي. دا کتاب د مکـتبة الـمدينه نه وغواړئ! يا يـې د دعوتِ اِسلامي د آفيشل ويب سائټ www.dawateislami.net نه مفت ډاؤن لوډ کړئ! دا ولولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير عِلمِ دِين به زده کړئ.

میراہرعمل بس تیرے واسطے ہو                                               کر اخلاص ایسا عطا یا الہٰی!


 

 



[1]... الزہد لاحمد بن حنبل، اخبار مسلم بن یسار، صفحہ:301، رقم:1405۔

[2]... تاریخ مدینہ دمشق، جلد:28، صفحہ:170۔

[3]... ھدی الساری مقدمۃ فتح الباری، ذکر سیرتہ وشمائلہ وزھدہ، صفحہ:673۔

[4]... فیضان نماز، صفحہ:391۔