Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

دا ډير زبردست نصيحت دے. چې مونږ د خپل ځان پۀ باره کښې غور وکړو *چې څوک نيک کَس مونږ ته ګوري نو آيا مونږ کنځلې کوو؟ نه يـې کوو. * آيا مونږ د بے شرمۍ خبرې کوو؟ نه يـې کوو. * پۀ موبائل باندې غلط او د ګناهونو نه ډک څيزونه ګورو؟ نه يـې ګورو. خدائے دې وکړي چې که زمونږه يوه ورځ، صرف يوه ورځ د چا نيک پرهيزګاره بنده سره تيريدل نصيب شي او مونږ پخپله غور وکړو چې زمونږ به څومره داسې د روزانه کارونه وي کوم چې مونږ د هٰغه نيک بنده پۀ وجه نه کوو. دا زمونږ د يو نيک بنده د ليدو اثر دے. بيا خو الله پاک هر وخت مونږ ويني، هغه خو مونږ ته زمونږ د مرۍ د رګونو نه هم زيات نزدې دے. چې د يو بنده نه مونږه دومره حيا کوو بلکې بنده هم غټه خبره ده چې کيمره لګيدلې وي نو مونږ د ډيرو ګناهونو او غلطو کارونو نه ځان بچ ساتو نو د الله پاک نه مونږ له څومره حيا پکار ده...!! هغه زمونږه رَبّ دے، زمونږه مالِک دے، زمونږه خالِق دے، بنده چې دا سوچ کوي چې ما څوک نه ويني، ګناهونه کوي او الله پاک يـې ويني، د دې خبرې هيڅ پروا ونکړي، دا څومره د شرم خبره ده...!! مونږ له پکار دي چې مونږ پۀ تنهايۍ کښې هم او د خلقو پۀ مخکښې هم پۀ هر حال کښې د الله پاک اطاعت کوونکي اوسو.

چُھپ کے لوگوں سے کئے جس کے گناہ                وہ خبردار ہے کیا ہونا ہے

ارے او مجرم بے پروا دیکھ                                                                        سر پہ تلوار ہے کیا ہونا ہے([1])

وضاحت: اے ګناه کوونکيه! تا خو د خلقو نه خپل ګناهونه پټ کړل خو دا دې هير کړل چې د کوم رَبّ نافرمانۍ دې کړې دي هغه ستا د دې کارونو نه خبر دے اوس غور وکړه چې پۀ محشر کښې به ستا سره څۀ کيږي، اے پۀ غفلت کښې پروت مجرمه! د هوش


 

 



[1]... حدائق بخشش، صفحہ:167۔